هرات کې چارواکي د طالبانو "درېیو مهمو غړو" د وژلو ادعا کوي
د هرات د والي دفتر نن په يوه اعلاميه کې ويلي، د طالبانو د پوځي کميسيون مشر ملا نبي جان، په هرات کې د دې ډلې د ولايتي زندانونو مسوول اقا ولي او د طالبانو بل قوماندان سيد شاه پرون د دولتي ځواکونو له خوا په یوه هوايي برید کې په نښه شول.
په اعلاميه کې ويل شوي، د دغو کسانو وژل کېدل به د هرات د ختيځو ولسواليو پر امنيتي وضعيت مثبت تاثير ولري.
طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.