لیونل میسي د ۲۰۱۹ میلادي کال غوره لوبغاړی ټاکل شوی
لیونل میسي تردې وړاندې د سرو زرو بوټ، د سرو زرو توپ او د فیفا له لوري د کال د غوره لوبغاړي جایزې هم اخېستې دي.
د ورلډ ساکر په نوم ورزشي مجله هر کال د فوټبال تر ټولو غوره لوبغاړی ټاکي، چې دا ځلي ئې لیونل میسي د ډیرو بریاوو او ښه ځلېدو له امله وټاکه.