څېړنه: سږ کال امریکا کې ډله ییزې وژنې زیاتې وې
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس، (یو، اس، اې ټوډې) ورځپاڼې او د امریکا د شمال ختیځ پوهنتون ارقام ښيي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په اوړي کې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې ۴۱ مرګوني بریدونه شوي دي.
د امریکا په قوانینو کې ډله ییزې وژنې داسې وژنو ته ویل کېږي چې په کې له بریدګر پرته څلور یا تر هغو زیات کسان وژل شوي وي.
په دې ۴۱ بریدونو کې ۳۳ واره له وسلو کار اخیستل شوی او ډزې شوي.
په مجموع کې سږ ۲۰۱۹ میلادي کال چې پای ته یې دوه ورځې پاتې دي په امریکا کې ۲۱۱ کسان په بریدونو کې وژل شوي دي.