د جګړې زخمونه چې لا هم تازه دي
د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان تر اشغال څلوېښت کاله وروسته لا هم د هغه مهال دردناکې خاطرې د خلکو په ذهنونو کې تازه دي. امید مرزبان په دې لنډ مستند فلم کې د هغو کسانو ژوند ته کتنه کړې چې د شوروي ځواکونو او مجاهدینو ترمنځ جګړو کې یې خپلوان له لاسه ورکړي دي.