سرور دانش: که طالبان اوربند وکړي حکومت هم ورته تیار دی
ښاغلي دانش نن جمعه د ولسي جرګې د یوه پخواني غړي عبدالمطلب بېک د تلین په مراسمو کې وویل، ډاډه نه دی چې طالبانو ته به د هغوی بهرني ملاتړي اجازه ورکړي چې په افغانستان کې سوله وکړي.
تر دې وړاندې طالبانو د اوربند په اړه د افغانستان د حکومت پر له بسې غوښتنو ته منفي ځواب ویلی دی.