ولسمشر محمد اشرف غني بدخشان ته لاړ
د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني به په دې سفرکې په فیض اباد کې د یوشمېر ټولګټو پروژو د پرانستلو په مراسمو کې پر ګډون سربیره، له سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او له ښځو سره جلا غونډې وکړي.
له ښاغلي غني سره په دې سفر کې د یوشمېر وزیرانو په ګډون یو پلاوی هم ملګرتیا کوي. له بدخشانه د ازادي راډیو خبریال وایي چې د ولسمشر د سفر لپاره امنیتي تدابیرسخت شوي دي.