په خوست ښار کې بمي چاودنې پنځه ملکيان ټپيان کړل
د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند حيدر عادل د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل، له دې سيمې د دولتي امنيتي ځواکونو کاروان د تېرېدو په حال کې وو،چې د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.
عيني شاهدان هم دا خبره تائید کړې ده. تر اوسه چا ددې چاودنې مسئولیت نه دی منلی.
په دې ځاى کې مخکې هم څو ځلې پر امنيتي کسانو او پوځي کاروانونو ورته چاودنې شوې دي.