سختو دوړو شیکاګو کې ۱۷۷ پروازنه لغوه کړي
دا پروازونه د کریسمس د جشن پر مهال لغوه شوي.
د امریکا متحده ایالتونو فدرال هوایي چلند ادارې نن چهارشنبه وویل چې لږ تر لږه ۸۰۰ پروازونه د شیکاګو په دوو ډګرونو کې ځنډېدلي هم دي.
د امریکا دریم لوی ښار شیکاګو ته سهار په ځايي وخت پنځه نیمي بجې سختې دوړې ور تاو شوې.
د پروازونو په لغوه کېدو سره به خلک له موټرو زیاته استفاده کوي.
د امریکا د اتومبیل ټولنې وړاندوینه کړې چې ۱۰۴ میلیونه امریکایان به د کال د پای رخصتیو پر مهال په خپلو موټرونو کې سفر کوي.