د هغه امریکايي سرتېري هویت په ډاګه شو چې پرون کندز کې ووژل شو
دفاع وزارت ویلي، وژل شوی پوځي ۳۳ کلن مایکل ګوبل د نیوجرسي ایالت د واشنګټن ښارګوټي اوسیدونکی و.
دفاع وزارت یا پنتاګون په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د دغه سرتیري پوځي جزوتام په کندز کې پوځي عملیات ترسره کول چې په جریان کې یې هغه سخت ټپي شوی و. په دې اړه نورجزیات نه دي ورکړل شوي.
وسله والو طالبانو د دغه برید مسولیت اخیستی.
دا د روان میلادي کال له پیل راهیسې شلم امریکایي سرتیری دی چې په افغانستان کې وژل کیږي. په افغانستان کې په تېره اتلس کلنه جګړه کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو شمېر له ۲۴۰۰ تنو اوښتی.