چارواکي کاپیسا کې د یوه پوځي مسئول په ګډون د څلورو طالبانو د وژلو ادعا کوي
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په پچه غان دره کې شوي چې په نتیجه کې په څلورو وژل شویو کې د طالبانو د پوځي چارو مسئول مولوي نظرمحمد هم شامل دی.
وسله والو طالبانو تراوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
نجراب د کاپیسا یوه له ناامنیو ولسوالیو ده چې طالبان پکې ډېر فعال دي.