د روسیې یوه پرمختللې الوتکه د ازمایښت پرمهال رالوېدلې
د روسیې چارواکي وایي چې د دې هېواد یوه ترټولو پرمختللې الوتکه د یوې ازمایښتي الوتنې په مهال را لویدلې ده.
د روسيې "یونایټید ایرکرافت کارپوریشن" نن په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دا یوه سو- ۵۷ ډوله الوتکه وه چې د روسیې په لیرې ختیځ د کمسمولسک ان- آمور په سیمه کې را ولویده.
دا لومړی ځل دی چې د روسیې دغه ترټولو پرمختللې الوتکه د الوتنې په مهال را لویږي.
تراوسه د دغې الوتکې د رالوېدو علت نه دی څرګند، خو د روسیې تاس خبري آژانس د دې هېواد د پوځي صنعت د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، خبر ورکړی چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې د رالوېدو سبب د الوتکې د تخنیکي سیسټم په کنټرول کې ستونزه ده.
د روسیې سو-۵۷ الوتکې، د روسیې د سوخوی شرکت له خوا د امریکایي ایف – ۲۲ ریپټر الوتکو سره د سیالۍ په ترڅ کې تولیدیږي.