بریټانیا له روسیې سره د اړیکو بیا رغولو فکر نه کوي
د بريټانيا صدراعظم وايي، د روسيې په اړه په غلطه و او نور فکر نه کوي چې له مسکو سره اړيکې بېرته ورغول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بریټانیا او روسيې ترمنځ ګڼو اختلافاتو درز ايجاد کړى دى.
بوريس جانسن د بریټانیا (سپيکټېټر) مجلې ته په خبرو کې چې پرون خپرې شوې ويلي: "ما واقعاً په دې اړه چې ايا له روسيې سره د اړيکو سمول امکان لري که څنګه خپل ذهنيت بدل کړى.؟ "
بوريس جانسن چې له ٢٠١٦ څخه تر ٢٠١٨ میلادي کاله پورې د بریټانیا د بهرنيو چارو وزير هم و او د ٢٠١٩ میلادي کال په جولاى مياشت کې صدراعظم شو، ويلي دى ډېر مايوسه دى چې په غلطه و.
ښاغلي جانسن تېره شنبه په ايستونيا کې له ERR ټلويزيوني شبکې سره په جلا مرکه کې د انګلستان په ساليسبوري کې د روسيې د پخواني ډبل اجنټ سرګي سکريپال او د هغه د لور يوليا موضوع ته اشاره کړې وه.
دوى دواړه د ٢٠١٨ میلادي کال د مارچ پر څلورمه د پارک پر يوه څوکۍ په بېسد حالت کې وموندل شول.
وروسته معلومه شوه چې دوى د نوويچوک په نوم په هغو موادو مسموم کړاى شوي چې د پخواني شوروي اتحاد پوځ توليدول.
بریټانیا او لوېديځ دا مسمومول د مسکو کار بللى و، خو روسيې په دې موضوع کې خپل دخالت رد کړى دى.