پاکستاني حکومت د مسلم لیګ نواز ګوند مخکښ غړی نیولی
د پاکستان د سیاسي مخالف پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند يو مخکښ غړى احسان اقبال ونيول شو.
دى پرون په راولپنډۍ کې څو ساعته وروسته له هغې ونيول شو، چې پر صدراعظم عمران خان يې په عامه انتقاد وکړ.
محلي رسنۍ وايي، د پاکستان د احتساب ملي ادارې پر اقبال تور لګولى چې د پنجاب په نارووال کې يې په خپله انتخابي حوزه کې د څو مليارد ډالري سپورټي کمپلکس په رغونه کې اداري فساد کړى دى خو اقبال دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند وياندې مريم اورنګزېب په راولپنډۍ کې خبريالانو ته وويل، د سپورټي کمپلکس پروژه چې په ٢٠٠٩ میلادي کال کې د پاکستان د پيپلز ګوند په حکومت کې پيل شوې وه، په ټپه درېدلې وه خو اقبال دا پروژه بېرته را ژوندۍ کړه.
هغې د اقبال نيول کېدل د سياسي قربانۍ کېدو هڅه وبلله او ويې ويل دى ځکه نيول شوى چې پر عمران خان يې د انتقاد بندولو غوښتنه نه ده منلې.
احسان اقبال، چې د پخواني صدراعظم نواز شريف په حکومت کې د کورنيو چارو د وزير په توګه هم دنده ترسره کړې او د احتساب ملي ادارې تر پوښتنو ګروېږنو وروسته ونيول شو.