د افغانستان د اتلانو فوټبال لیګ سیالیو دوام
د افغانستان د فوټبال فدارسیون د خپرونو مرستیال شمس امینی نن ازادي راډیو ته وویل، د لیګ راروانه لوبه سبا د پامیر بدخشتان او اتحاد لوګر لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د ښاغلي امیني په خبره، له دغه لیګ څخه هدف په افغانستان کې د فوټبال وده او په دغه هیواد کې د فوټبال د کلبونو د فعالیت پراختیا او د دوی پیاوي کول دي.
دا لوبې به د لس ورځو لپاره روانې وي.