کابل کې د فوټبال اتلانو لیګ سیالۍ پیل شوې
په دې سیالیو کې د افغانستان د ۸ زونونو ۸ لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي.
د فوټبال د فدراسیون یوه مطبوعاتي مسئول شمس امیني د دغو سیالیو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا لیګ نن په دوو سیالیو پیلېږي او هره ورځ به دوه مسابقې کېږي. لومړۍ مسابقه د سهار په ۱۰ بجې د هلمند د هلکانو د لېسې ټیم د هرات له اټک انرژي لوبډلې سره ده او دوهمه مسابقه چې د ماسپښین په ۲ بجې کېږي، د ننګرهار د وفا ځوانان د کابل له اردو سره کوي."
د فوټبال دا سیالۍ به د لسو ورځو لپاره دوام ولري.