'ناامني او د بنسټیزو پروژو نشتوالی د کاروبار پر وړاندې جدي ستونزې دي'
دغه خونه نن د کاروبار د سروې په اتم کنفرانس کې چې د (جي ای زیټ) مؤسسې په همکارۍ جوړ شوی ستونزې او فرصتونه ارزوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل، دغه سروې په پنځو سکټورونو هر یو ودانیزو چارو، تولید، سوداګرۍ، صادراتو او خدمتونو په برخه کې ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه: "له کاروبار سره د خلکو مینه زیاته شوې که د امنیت او بنسټيزو پروژو ستونزه حل شي د ښه کېدو پر مخ روان یو، له ۳۵۰۰ شرکتونو سره په دې سروې کې خبرې شوي او د هغوی ټولو نظریات په دې سروې کې شامل دي."
د ښاغلي نوید په خبره، د دې سروې هدف د خصوصي سکټور پر وړاندې د ستونزو په نښه کول او ورته د حل لارو پیدا کول دي.