د افغانستان حکومت د حج لپاره اداري چارې او د خلکو نوم لیکنه برښنايي کوي
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او د حج او اوقافو وزارتونو سرپرستانو ترمنځ د حج د پروسې د برښنايي کېدو هوکړه لیک نن شنبې (قوس ۲۳مه) لاسلیک شو چې ورسره به دغه پروسه شفافه او ګړندۍ شي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتې ټکنالوجۍ سرپرست وزیر فهیم هاشمې په کابل کې د هوکړه لیک لاسلیکولو پر وخت وویل، په دې سره به حاجیانو ته زیاتي اسانتیاوې برابرې شي.
د ښاغلي هاشمې په خبره د حج پروسې په برښنايي کېدلو سره به د حاجیانو نوم لیکنه او نورې اداري چارې په انلاین ډول ترسره کیږي.
هغه وویل: "د حج پروسې برښنايي کېدل، شفافیت او په دې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدل به له مونږ سره مرسته وکړي چې هم عدالت پلی شي او هم حاجي صاحبان د یوه کوچنې کار لپاره ادارې ته مراجعه ونه کړي."
د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب هم وویل، د حج پروسې په برښنايي کېدو سره به د نوم لیکنې اوږده او جنجالي پروسه اسانه او چټکه شي او ورسره به د حج په پروسه کې د شفافیت د نشتون اندېښنې هم ختمې شي.
هغه وویل: "زیارت کوونکي کولی شي چې د انټرنټ له لارې ان په خپل کور او کلي کې د حج ادا کولو لپاره خپل نومونه ولیکي."
وړاندې تردې د حج لپاره د نوملیکنې پر پیچلي بهیر خلکو سختې نیوکې درلودې او ادعا یې کوله چې له ټولو سره یوشان چلند نه کېږي.
مخکې تر دې په افغانستان کې یو شمېر نورې اداري چارې هم برښنايي شوې دي او په ځينو یې کار روان دی.