د سولې ولسي حرکت نن هرات ته رسېږي
د سولې ولسي حرکت غړي نن هرات ولايت ته رسېږي او هلته به هم له خلکو د سولې غوښتنه وکړي.
د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست نن شنبه ازادۍ راډيو ته وويل، دوى پرون د نيمروز په دلارام ولسوالۍ کې هم لاريون وکړ.
"پرون جمعه دوى دلارام ته په رسېدو سره په بازار کې لاريون وکړ. هلته يې له ولسونو وغوښتل چې نور بايد د جګړې په وړاندې چوپ پاتې نه شي. نن شنبه چې هرات ته رسېږي، پر لويه لار چې کومې سيمې پرتې دي لکه شينډنډ، ادرسکن او فراه رود، په هغو سيمو کې به هم لاريون وکړي او وروسته به هرات ښار ته داخلېږي."
د سولې ولسي حرکت ټولو ٣٤ ولايتونو ته خپل سفر تېره سې شنبه له هلمنده پيل کړ.
د دغه حرکت غړو تېر کال له هلمنده تر کابل او بيا تر بلخ ولايت پورې د سولې له پاره پلى مزل وکړ.
د حرکت غړي به اوس تر هرات وروسته بادغيس، غور او نورو ولايتونو ته ورځي.
د سولې ولسي حرکت څه باندې يونيم کال مخکې په هلمند کې تر يوې چاودنې وروسته پيل شو. په هغه چاودنه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.