د سالنګ لاره د واورې ورېدو له امله د باروړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه
د سالنګ د مراقبت او څارنې د ادارې اجراییه مدیر سمیع الله ولیزاده پرون آزادۍ راډیو ته وویل چې له چهارشنبې ورځې راهیسې په سالنګ کې د واورې ورښت او سخت توپان پیل شوی نو پر دې لاره د موټرو د ګڼې ګوڼې او د خطر مخنیوي په خاطر دې ادارې وپتېیله چې پر دې لاره به ټریلري موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د راپورونو له مخې په سالنګ کې د پنجشنبې تر شپې د ۲۵ او ۳۰ سانتي متر ترمنځ واوره پرته وه. د سالنګ د مراقبت او څارنې د ادارې مشر د نورو موټرو له چلوونکو هم غواړي چې پر دې لاره د تګ راتګ پرمهال له چینونو او نورو تجهیزاتو کار واخلي.
د سالنګ لویه لاره د افغانستان له مهمو ترانزیتي لارو ده چې شمالي ولایتونه له پلازمېنې او نورو برخو سره وصلوي.