د افغانستان متشبثینو بورډ: ۸ لویې دولتي فابریکې غیرفعاله دي
رحم الدین حاجي اغا ازادي راډیو ته وویل، دا کارخووني د کابل، هرات او بغلان په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دي.
هغه وايي: "حکومت څو ځل وویل چې دا فابریکې باید په خصوصي سکټور وپلوري، دا ټولې اته لویې فابریکې دي چې فعالیت نه لري. "
دی وايي، که چېرې دا فابریکې فعالې شي، نه یوازې دا چې افغانستان به د تولید په برخه کې ښه پرمختګ ولري، بلکې نږدې ۲ سوه زره کسانو ته به هم د کار زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکی سیف الدین سیحون وايي، په پرمختللې نړۍ کې نن سبا د صنایعو پرمختګ د پراختیا او پر ځان بساینې لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي.
د ښاغلي سیحون له قوله، په افغانستان کې سلګونه زره کسان بېکاره دي او اړتیا ده چې د دې ستونزې د حل لپاره ورته فابریکې فعالې شي.
موږ هڅه وکړه په دې اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر واخلوو، مګر بریالي نه شوو.