غزني کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمر وژل شوی
په غزني کې وسله والو د دغه ولایت له پاره د شهیدانو او معلولینو سرپرست آمر نصر الله سیاسي وژلی دی.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري وايي پر نوموړي د سه شنبې په ورځ سهار د غزني ښار په دریم پلان سیمه کې د بې غږه توپانچې په وسیله برید شوی دی.
نوري زیاتوي، وسله وال له سیمې څخه تښتېدلي دي.
تر اوسه پورې د دغې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې ډیری وخت دولتي کارمندان، امنیتي سرتېري او قومي مشران او دیني عالمان په نښه کېږي.
--