هانګ کانګ کې د تېرو شپږو میاشتو اعتراضونو په دوام نن بیا لاریون شوی
د ډیموکراسۍ دې پلوي معترضانو شعارونه ورکول چې له خپلو غوښتنو څخه به تېر نه شي. د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې د مظاهرو اکثر ګډونوالو د سیمه ییزو او مرکزي چارواکو د احتمالي حملو له وېرې خپل مخونه په نقابونو پوښلي وو.
له دې مخکې د چارواکو له قوله په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي وو چې یوولس کسان نیولي شوي او یوه تومانچه او ځینې نورې کوچنۍ وسلې ترې ترلاسه شوي دي.