چارواکي: پکتیا کې ۶طالبان وژل شوي
د پکتیا د ولایت مقام ویاند عبدالله حسرت نن د شنبې په سهار ازادي راډيو ته وویل، چې یاد بریدونه د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ په کلالګو او هزار خېلو سیمو کې ترسره شوي دي.
د ده په وینا په دې بریدونو کې وژل شوي ټول کسان د طالبانو په لیکو پورې اړوند دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو ددې بریدونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.