د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو برید کې پولیس وژل شوي
د کندز د ولایتي شورا رئیس محمدیوسف ایوبي نن جمعه (قوس ۱۵مه) ازادي راډيو ته وویل، په جوی بیګم او قرغز سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو په برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي.
په وژل شویو کې د امام صاحب ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د یوه ټولي قوماندان هم شامل دی.
خو د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي بیا په دې جګړه کې د دوو پولیسو وژل کېدل او درېیو نورو ټپي کېدل تائیدوي.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ازادي راډیو ته وویل، په جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې نه دی معلوم.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي ادعا کوي چې ددوی وسله والو د دوه تنو قومندانانو په ګډون ۱۴ پولیس وژلي او دغه راز یو قومندان یې له دوه ساتونکو سره ژوندي نیولي دي.