د امریکا یوه پوځي اډه کې یوه سرتېري دوه ملکي کارکوونکي ووژل
د امریکا په هاوایي ایالت کې د امریکا پلي سمندري ځواکونو یوه اډه پرون وروسته له هغې محاصره او په موقت ډول وتړل شوه چې یوه سرتیري په ډزو د امریکا د دفاع وزارت دوه تنه ملکي کارکونکي ووژل او یو یې ټپي کړ.
د دغه پوځي چې په پیرل هاربور اډه کې یې دغه درې تنه په ډزوویشتي او وروسته یې خپل ځان په ډزو وژلی، هویت اوانګیزه په ډاګه شوي نه دي.
د دې پوځي اډې قومندان رابرټ چادویک په یوه خبري کنفرانس د دوو تنو وژل کېدل تایید کړل او د ټپي شوي په اړه یې ویل چې هغه په روغتون کې دی او روغتیایي وضعیت یې ثابت دی.
دغه اډه چې له پېښې وروسته پکې اضطراري حالت لیرې شوی، د بیړیو او اوبتلونو د ترمیم، نوي کولو او ساتنې چاري مخ ته وړي.