امنیتي چارواکي زابل کې د ۱۵ طالبانو د وژلو ادعا کوي
د افغانستان په جنوب کې امنیتي چارواکي وايي، د زابل په ارغنداب او شاه جوی ولسوالیو کې په پوځي عملیاتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو یوه ویاند احمد صادق عيسي ازادی رادیو ته وویل، دغه وسله وال د خالد په نوم د دولتي ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.