کندز کې د طالبانو پر ضد د چاڼیزو عملیات دوام
په کندز اړوندو سیمو کې کې له دوو اونیو راهیسې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف د پامیر ۱۱۰ په نوم تصفیوي عملیات پیل کړي.
د کندز امنیتي چارواکو په وینا، د پامیر ۱۱۰ تصفیوي عملیات له پیل څخه تر اوسه پورې لسګونه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز دکندز ښار اړوند د تلوکه د اوزبیکانو کلی، قندهاري قُشلاق او د دمشاخ کلۍ د دغې ډلي له وجود څخه پاک شوي او عملیات لاهم په سیمې کې دوام لري.
خو د دې ولایت اوسېدونکی انتقاد کوي، چې امنیتي او دفاعي ارګانونه د تصفیه شویو سیمو د امنیت ټېنګښت ته جدي توجه نه کوي.
تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه یې څه نه دې ویلي.