مالیې وزارت: ګمرکونه په برېښنايي وسایلو سمبالیږي
د افغانستان مالیې وزارت وايي، ډیر ژر به د هېواد ګمرکات په نوي، عصري او برېښنايي وسایلو سمبال شي.
د دې وزارت ویاند، شمع روز خان مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان ګمرکات به په سکنرونو، برېښنايي تلوو او نظارتي کمرو وپوښل شي.
ددې وزارت ویاند همداشان وايي، له دې وروسته به د ګمرک په برخه کې د کدرونو لپاره خالي بستونو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون لخوا سیالۍ ته وړاندې شي.
هغه زیاتوي: "د افغانستان د مالیې ورازت په داسې حال کې د فساد پروړاندې خپل مبارزه جدي کړې چې له دې وړاندې په مالیې وزارت کې فساد ډېر و."
خو په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کار پوهان وايي، په دې وزارت کې یو شمېر کار کونکي له ځواکمنو مافیایي ګروپونو سره اړیکي لري چې دغه وزارت یې په فساد ښکيل کړی.
اقتصادي کار پوه شبیر بشیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، دغه ډول اقدامات په اوږدمهال کې ګټور تمامېدای شي.