"د هرات زاول ولسوالۍ کې درې مهم طالب مشران وژل شوي"
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازداي راډيو ته وویل، د زاول لپاره د طالبانو ولسوال ملا ګل شير، نظامي مسئول حافظ زبیر او د دې ډلې د استخباراتو مسئول حافظ طلحه په په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.
ده هیله څرګنده کړه چې د دغو کسانو له وژل کېدو سره به په زاول ولسوالۍ کې امنیت ښه شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.