چارواکي: د کندز-تخار پر لار نښته کې طالبانو ماتې خوړلې
د ۲۱۷ پامیر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال عبدالهادي جمال نن (یکشنبه) ازادي راډیو ته وویل چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې لا څرګند نه دی.
خو د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې په دې نښته کې ۹ افغان سرتېري وژل شوي او ۶ ژوندي نیول شوي دي.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو مطبوعاتي دفتر بیا وايي چې د طالبانو حمله وروسته له دې وتمبول شوه چې کومکي ځواک سیمې ته ورسېد.
د راپورونو له مخې، د کندوز – تخار لار د موټرو پر مخ خلاصه ده.