د مزار شريف او تاشکند ترمنځ الوتنې پيلېږي
د ازبکستان تريند خبري اژانس نن جمعه د ازبکستان د ټرانسپورت وزارت په حواله ليکلي، دا موافقه په مزار شريف کې د مذاکرو پر مهال شوې ده.
د راپور په حواله دغه منظمې الوتنې به د کام ايير هوايي شرکت له خوا کېږي، خو د تنظيم او تخنيکي پروسې چارې به يې په ډسمبر کې عملي شي.
کام ايير هوايي شرکت له کابل څخه تاشکند ته خپلې الوتنې د ٢٠١٧م کال په ډسمبر مياشت کې پيل کړې، چې په اوونۍ کې دوه وارې ترسره کېږي.