اروپايي ټولنې افغانستان سره خپلې بیړنۍ مرستې ډېرې کړې
اروپايي کمیسیون پرون په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت له خرابۍ وروسته یې دا اقدام کړی دی.
په بیان کې راغلي چې څلوېښت میلیونه یورو اضافي مرسته به د بېړنیو روغتیايي خدماتو، د استوګنځایونو، د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو او د ښځو او ماشومانو د ساتنې پر چارو ولګول شي.
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ناظم کرستوس ستیلیانیدس ویلي دي چې افغانان د سږني کال له پیله نه یوازې د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د جګړو، بلکې د درنو سېلابونو له کبله هم زیانمن شوي دي.