ایران کې محکمې ۶ دولتي کارکوونکي د جاسوسۍ په تور په زندان محکوم کړل
هغوی د جاسوسۍ په تور چې په نړیواله کچه يې بحثونه پارولي او انتقادونه پرې شوي، محاکمه او په زندان محکوم شوي دي.
دا خبر د هغوی کورنیو او مدني فعالانو خپور کړی دی.
د ایران د بشري حقونو ځانګړي مرکز چې له نیویارکه فعالیت کوي، ویلي چې هغوی تقریباً ۲۲ میاشتې په دې تور په توقیف کې تېرې کړې چې د امریکا له دولت سره چې د ایران رژیم یې دښمن ګڼي، په تماس کې وو.
د ایران د قضائیه قوې یوه ویاند غلام حسین اسماعیلي ویلي چې د چاپېریال ساتنې محکوم شوي فعالان د استیناف غوښتنه کولای شي.