چارواکي: لوګر کې ۹ مهم طالبان وژل شوي
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د لوګر ولایت د بره کي برک ولسولۍ په بابري، آهنګران او الف جان کلیو کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو نهه کلیدي غړي وژلي دي.
د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي ازادي راډیو ته وویل، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي ډي.
تر اوسه وسله والو طالبانو ددغو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.