ګرجستان کې خلکو د پارلمان د پرېکړې پرضد اعتراض وکړ
د انتخاباتو په قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه معترضانو په دوبي کې کړې وه، خو وکیلانو پرون د نومبر په ۱۴مه په اساسي قانون کې د متناسب انتخاباتي سیسټم طرحې ته د اړتیا وړ ۱۱۳ رایې ورنه کړې او په دې توګه یې رد کړه.
د اپوزیسیون پلویان او فعالان وروسته په تبلیسي کې د پارلمان مخې ته راټول شول، د ښار عمومي لاره یې بنده کړه او د حکومت د استعفی او د نویو پارلماني انتخاباتو غوښتنه یې وکړه.
پولیسو قهرجن مظاهره چیان هغه مهال په ربړي ګولیو وویشتل او اوبه یې پرې وشیندلې چې هغوی پارلمان ته د ننوتو هڅه وکړه او په دې ترڅ کې له ۲۴۰ زیات کسان ټپیان شول.