کرکټ: افغانستان ویسټ انډیز ته لومړۍ شل اووریزه لوبه وبایلله
دا لوبه پرون د نومبر په ۱۴مه د هندوستان د لکنوو ښار په لوبغالي کې وشوه. ویسټ انډیز لوبه پیل کړه او افغانستان ته یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبغاړو د پام وړ لوبه ونه کړه. حضرت الله ځاځي په ۲۹ بالونو ۲۳، اصغر افغان په ۲۱ بالونو ۲۵، نجیب الله ځدراڼ په ۲۲ بالونو ۲۷ او فرید احمد په ۱۵ بالونو ۲۴ منډې وکړې.
افغان لوبډلې مخکې له ویسټ انډیز سره درې یو ورځنۍ لوبې هم کړي چې درې واړه یې بایللې دي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه او دریمه شل اووریزه لوبه به د شنبې او یکشنبې په ورځو وي.