د تخار د ورسج ولسوالۍ امنیه قومندان درېیو ساتونکو سره بغلان کې ووژل شو
د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل، پر حکیمي هغه مهال برید وشو چې د بغلان ولایت له جلګې ولسوالۍ څخه د تخار په ورسج ولسوالۍ کې خپل کار ته پر لاره و.
بشارت بریدګر د حکومت وسلوال مخالفان بللي دي. په برید کې پر حکیمي سربیره د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي دي.
شپېته کلن محمد افضل حکیمي د بغلان په جلګه ولسوالۍ کې پخوانی جهادي قومندان و او د څه وخت لپاره یې په دې ولسوالۍ کې د امنیې قومندان په توګه هم دنده ترسره کړې وه.