چارواکي: ننګرهار کې ۲۹ داعشیان او ۷ طالبان دولت ته تسلیم شول
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ازادي راډیو ته وویل چې د افغان پوځیانو د عملیاتو په نتیجه کې دا وسله وال حکومت ته تسلیم شول.
ننګرهار او کونړ د افغانستان په ختیځ کې د داعش له مرکزونو یادیږي خو د ننګرهار والي وايي چې د داعش پر ضد د افغان پوځیانو وروستي عملیات د دې لامل شول چې دا ډله بېرته د ډیورنډ کرښې ها غاړه اورکزیو ته واوړي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په ټوېټر لیکلي چې پرون یواځې ۳۲ داعشیان افغان حکومت ته تسلیم شوي او په تسلیم شویو کې هیڅ یو هم طالب نه و.
هغه ادعا کړې چې دا داعشیان له دوی سره تر جنګونو وروسته اړ شول چې حکومت ته تسلیم شي.