په کاپيسا کې چاودنې يو ملکي وګړى وژلى دى
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش ازادۍ راډيو ته وويل، دغه چاودنه نن سهار په نجراب ولسوالۍ کې شوې ده.
ده وويل چې توغندى په صالح خېلو سيمو کې په کرنيزه ځمکه کې ځاى پر ځاى شوى و، چې د يوي پر وخت چاودلى دى.
ښاغلى شورش وايي د پېښې قربانيان ملکي وګړي دي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه توغندى د چا له خوا هلته ښخ کړاى شوى و.
د ازادۍ راډيو خبريال وايي د پېښې سيمه د وسلوالو طالبانو په کنټرول کې ده.