د ټرمپ د استیضاح طرحه د اکټوبر په ۳۱مه د امریکا کانګرس کې رأیو ته وړاندې کېږي
جرګه به د ولسمشرټرمپ او د ده د جمهوري غوښتونکو متحدانو د هغه شکایت د مخنیوي ترڅنګ چې وايي د استیضاح غوښتنه مشروع او عادلانه نه ده، د علني استماعیه غونډو او د ولسمشر د تورنولو د احتمالي رسمي مراحلو یا د استیضاح د اړوندې مادې مقررات او اصول هم وضع کړي.
د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون (اکټوبر ۲۸مه) د دې خبرې د اعلان پرمهال ټینګار وکړ چې ډیموکراتان به د جمهوري غوښتونکو فشار ته تسلیم نه شي او یادونه یې وکړه چې فدرال قاضي القضات تېره اونۍ له دوی سره ومنله چې د ولسمشر د استیضاح طرحه په جرګه کې رای اخیستو ته اړتیا لري.
دا اعلان څو ساعته وروسته له هغه وشو چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار چارلز کوپرمن د استازو جرګې ته د شاهدۍ لپاره له ورتلو ډډه وکړه.
د استازو د جرګې درېیو کمېټو چې د ټرمپ د احتمالي استیضاح په اړه په څېړنو بوخت دي، کوپرمن د دوشنبې په ورځ د شهادت لپاره غوښتی و، خو د استازو جرګې د استخباراتو د کمېټې مشر ادم شیف وویل چې کوپرمن حاضر نه شو.