د ګلالۍ اسماعیل پلار نیول شوی
په پاکستان کې يوه قاضي په توقيف کې د بشري حقونو د تبعيد شوې فعالې ګلالۍ اسماعيل د پلار د ساتلو امر وکړ.
محمد اسماعيل د پښتون ژغورنې د غورځنګ د پلوي له کبله محاکمې ته انتظار دى.
دغه غورځنګ په پاکستان کې د پښتنو د مدني حقونو لپاره مبارزه کوي.
د محمد اسماعيل مدافع وکيل شهاب الدين خټک نن ازادۍ راډيو ته وويل، چې موکل يې د پېښور عالي محکمې ته راوستل شو.
په دې محکمه کې قاضي امر وکړ، چې محمد اسماعيل دې تر محاکمې پورې دوې اوونۍ په توقيف کې وساتل شي.
خټک وويل، دى به د خپل موکل لپاره د ضمانت غوښتنه وکړي.
محمد اسماعيل چې د پوهنتون استاد دى، له خپلې مېرمنې سره يوځاى يې په وار- وار پوليس او استخباراتي چارواکي په ځورونه تورن کړي دي.
د هغه لور ګلالۍ اسماعيل د روان ميلادي کال په لومړيو کې د امنيتي ادارو د ځورونې له بېرې د امريکا متحدو ايالتونو ته وتښتېده.
ګلالۍ اسماعيل د پښتون ژغورنې د غورځنګ يا (PTM) له ملاتړو څخه ده، چې په قبايلي سيمو کې يې د پاکستان د پوځ پر پوځي عملياتو انتقادونه کړي دي.