د جلال اباد چاودنې ۵ تنه وژلي
چارواکي وايي حمله د صفر دوه قطعې پر کاروان شوې ده.
د والي وياند عطا الله خوګياڼي يې د مرګ ژوبلې په اړه رسنيو ته په يوه لېږلي ويډيويي پيغام کې وويل:
”له بده مرغه په دې پېښه کې د صفر دوه قطعې ٣ پوځيان شهيدان شوي، ٢ تنه ملکيان هم په شهادت رسېدلي. په دې پېښه کې ١٥ ملکي وګړي ټپيان شوي او ٦ د صفردوه قطعې منسوبين ټپيان شوي دي.“
تر دې مخکې په دې پېښه کې د ٥ کسانو د وژل کېدو او ١٧ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى و.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند معرفي کوي، د دې حملې مسووليت منلى او د ١١ سرتېرو د وژلو ادعا يې کړې ده.