غني: طالبان د بېګناه خلکو وژلو ته دوام ورکوي
د افغانستان ولسمشر وايي، وسلوال طالبان د بېګناه ملکيانو په وړاندې خپلو حملو ته دوام ورکړى دى.
محمد اشرف غني دا خبره نن د اذرباييجان په پلازمېنه باکو کې د ناپېيلي غورځنګ د غړو هېوادونو په غونډه کې وکړه.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وويل:
”له بده مرغه طالبان چې د دوى له پناه ځاى، مخدره موادو او نړيوالو تروريستي ارتباطاتو يې فعاليتونه ممکن شوي، د بېګناه ملکيانو په وړاندې پراخې حملې کوي. د ويجاړۍ په نيت د تاوتريخوالي او ويجاړۍ پر زياتولو يې تمرکز کړى دى.“
وسلوالو طالبانو په وروستيو کې په افغانستان کې د ځينو خونړيو حملو مسووليت منلى دى.