په جلال اباد ښار کې چاودنې دوه پولیس ووژل
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د څلورمې حوزې اړوند په چهل متره سړک چاودنه وشوه چې له امله یې د عامه امن دوه پولیس ووژل شول او د دوه پولیس او ۴ ملکي وګړي ټپیان شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیانی وایي چې پېښه نن ماښام نږدې شپږ بجې د سړک پرغاړه د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله د پولیسو د تلاشۍ په ځای کې شوې ده.
ښاغلی خوګیاڼی وایي چې د پېښې ټپیان خوزوي روغتون ته لېږدول شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې همدا نن له غرمې وروسته شااوخوا دوه بجې د دغه ښار په اکملاتي بیز سیمه چې چاودنې د صفر دوه قعې په ځواکونو چاودنه وشوه چې د دغو ځواکونو درې منسبین او دوه ملکي وګړي یې ووژل.
د اکمالاتي بیز د سیمې د چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.