ولسمشر غني نن يه اذربایجان کې په یوه غونډه کې وینا کوي
ارګ پرون په یوه بیان کې وویل چې ولسمشر غني په باکو کې د اذربایجان له یو شمېر چارواکو سره جلا جلا کتنې هم لري.
د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د غیر منسلکو هېوادونو د مشرانو دا غونډه به سبا هم روانه وي.
د "غیر منسلکو هېوادونو حرکت" ټولنه تقریباً ۶۰ کاله مخکې د سړې جګړې د اوج په کلونو کې جوړه شوه.
د دې ټولنې هدف په عمومي ډول په نړۍ کې د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پراختیا بلل کېږي.
دا ټولنه ۱۲۰ غړي لري چې افغانستان هم په کې دی.