پینټاګون د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکا پوځي حضور پیاوړی کوي
پینټاګون وايي، د سوریې په شمال ختیځ کې به د امریکا پوځي حضور پیاوړی کړي، څو د اسلامي دولت د وسله والې ډلې مخه ونیسي چې د تېلو دا بډایه سیمې بیا لاندې نه کړي.
د پنجشنبې په ورځ دا پرېکړه له هغې څو وروځې وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوریې له هغو سیمو چې له ترکیې سره پر پوله پرتې دي، د امریکايي سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ.
دې اقدام ترکیې ته اجازه ورکړه چې په سیمه کې د انقرې په وینا د خوندي زون د رامنځته کولو لپاره د امریکا د متحدو کُردي جنګیالیو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي.
د سوریې په دې سرحدي سیمه کې چې مخکې د امریکايي سرتېرو او کُردي جنګیالیو په واک کې وه، اوس ترکي او روسي ځواکونه ګزمه کوي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، په سیمه کې یې خبریال د روسي بیرغ لرونکې پوځي ګزمه لیدلې ده.
د ترکیې پولې ته نږدې د سوریې له سرحدي سیمو د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ پر پرېکړه د امریکا ډموکراټانو، جمهوري غوښتونکو او نورو سخت انتقادونه کړي او ځینو اندېښنه ښودلې چې دغلته ښايي وروستی کړکېچ ددې سبب شي چې شااوخوا هغه لس زره د داعش بندیان له زندانونو وتښتي چې دا مهال د کُردانو په مشرۍ د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو سره بندیان دي.
خو اوس د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي: "د داعش پر ضد جګړه کې د امریکا او متحدانو یوه مهمه بریا دا وه چې د سوریې په ختیځ کې له دې ډلې د تېلو د تاسیساتو لرونکې سیمې ونیسي چې د داعش د تمویل لپاره یوه مهمه سرچینه وه."
دې چارواکي زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالت ژمن دي څو د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو سره په همغږۍ د اضافي پوځي مرستو سره په دې سیمو کې خپل حضور پیاوړی کړي او پرې نږدي چې د تېلو دا سیمې بیا د داعش د وسله والې ډلې یا نورو ګډوډي اچوونکو عناصرو ته لاسته ورشي.