د پاکستان د بشري حقونو د مخکښې فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار تښتول شوی
ګلالۍ اسماعیل خپله هم وروسته له هغې له پاکستانه متحدو ایالتونو ته پناه یوړه چې پاکستاني چارواکو یې پرله پسې د نیولو هڅې کولې.
د بشري حقونو دې فعالې او د پښتون ژغورنې د غورځنګ ملاتړې ازادي راډیو ته په ټیليفوني خبرو کې وویل، پلار یې محمد اسماعیل په پېښور کې محکمې ته له حاضرېدو وروسته کور ته ستنېده چې د پاکستاني ملېشو د یونیفورم لرونکو ناڅرګندو کسانو تښتولی دی او دوی یې له برخلیکه نه دي خبر.
د پوهنتون د استاد محمد اسماعیل مدافع وکیل سبحان الدین خټک ازادي راډیو ته وویل، موکل یې د محکمې د دروازې له مخې وتښتول شو.
د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو مشر په دې اړه د تبصرې لپاره ونه موندل شو، خو د ایالتي حکومت ویاند شوکت یوسفزي بیا مخکې له دې چې خپل ټیليفون بند کړي، په دې اړه له تبصرې ډډه وکړه.
محمد اسماعیل او مېرمن یې د ترهګرۍ د مالي تمویل په تورونو محکمې ته حاضر شوی و.
دوی پرله پسې دا تورونه رد کړي او پولیس او استخباراتي ادارې یې تورنې کړي چې د دوی د لور ګلالۍ د بشري فعالیتونو له کبله پر دې کورنۍ فشار راوړی او د ځورولو هڅه یې کوي.
په پاکستان کې ډېر کله هغه کسان چې د دې هېواد په چارو کې د پوځ د واک د کمولو غږ پورته کوي، په جبري توګه نادرکه کېږي چې د فعالانو په وینا، د استخباراتي ادارو له خوا تښتول کېږي.