کندهار کې پوليسو دوه انسان تښتوونکي وسله واله نښته کې وژلي
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راديو ته وويل چې تېره شپه پوليسو د کندهار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ښوراندام سیمه کې دوه هغه انسان تښتوونکي وژلي.
د هغه په خبره دغو کسانو څه موده وړاندې د کندهار د دوهمې حوزې له فاروقيه مدرسې څخه يو ماشوم تښتولی و او بیا یې د هغه له کورنۍ پيسې غوښتې.
بارکزی وایي دواړه انسان تښتوونکي له پوليسو سره په نښته کي وژل شوي؛ خو دغو کسان تښتولی ماشوم لا وختي وژلی و.
د پوليسو ویاند وایي د انسان تښتوونکو پر وړاندې کندهار کې د امنیتي ځواکونو هڅې چټکې شوي او وروستیو کې د ګڼو تښتونو مخه نيول شوې ده.
د افغانستان په لویو ښارونو کندهار، کابل، هرات، ننګرهار او بلخ کې تل د انسان تښتونې پېښې ترسره کیږي چې اکثر تښتول شوي کسان یا وژل کیږي یا شکنجه ورکول کیږي.