لوګر کې پولیسو د طالبانو یو مهم قوماندان او شپږ وسلهوال وژلي
د لوګر د پولیسو ویاند شاهپور احمدزي ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ د پولیسو ځانګړو ځواکونو د محمداغې ولسوالۍ په اب بازک کلي کې په عملیاتو کې د رحمتالله په نوم د طالبانو یو مهم سرګروپ وواژه.
د هغه په خبره امنیتي ځواکونو په همدې ولسوالۍ کې څلور کسان له مخالفینو سره د اړیکو په تور نیولي هم دي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې په خروار ولسوالۍ کې بیا په پوځي عملیاتو کې شپږ وسلهوال وژل شوي.
د طالبانو یوه ویاند ذبیحالله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د خروار په عملیاتو کې وژل شوي کسان طالبان نه، بلکې ولسي وګړي دي، خو د نورو عملیاتو په اړهیې څه نهدي ویلي.