د افغانستان د ملي امنیت شورا: موږ ته ملکي تلفات د منلو نه دي
په داسې حال کې چې د میدان وردګ ولایت ځایي اوسېدونکې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د بې ګناه خلکو د وژلو ادعا کوي، د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره د هوايي ځواکونو ظرفیت لوړ شوی دی.